ایکنانیوز له تایلینډه راپور راکړ، دتایلینډ د پاتاني سیمې مسلمانانو په هغه لاریون کې چې دښارله مرکزه ددغه ښار تر اسلامی مرکز پورې منظم شوی ؤ ،د فلسطین دمظلوموخلکو په ضد د اسرائيلو د جنایتونو او وحشي ډوله حملو د دریدا غوښتنه وکړه.
ددغه لاریون په پایزې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،هغه شی چې مونږ ئې اوس په غزې کې دپيښیدا شاهدان یوو،دبشریت په ضد جنایتونه دي ، صهیونیسټ رژيم پر دغو خلکواوبه، بریښنا،خواړه بند کړي دي او مونږ دتایلینډ مسلمانان له دغوټولو جنایتونو سره خپل مخالفت اعلانوو او هرڅوک چې په دغو پيښو خپه اوزړه دردي نشي ، دخپل انساني احساساتو باندې باید شک وکړي.